باز مې د سر د پاسه ګرځي
د زړه کونتره مې هوا ته نه پريږدينه
زما د زړه کوم ياره
په برخه ستا يم نور دې خاورې شي مئينه
دا زړه مې ډير درنه خفه دې
ظالمه د نورو دوستې نه دې ويستمه
زړه خو يو ګل دې چې چا پرې کړو
ګوټې خو نه ده چې لمر اوسپزي ګلونه
په داسې شمع مې زړه بائيلو
لمبه به ته شې رڼا بل له ورکوينه
اور به پکښۍ ولې نه بليږي
چې ده زړه خبرې زړه کښۍ پاته شينه
Bookmarks