فيروز اپريدے
دا زما د قوم بچو دا خړ مخونه
ښاپېرو نه لکه غوڅ شي وځرونه
د بڼيا بچي مزې کاندي خوشال دي
زما ګل بچي لري مړاوي مخونه
چې د خپل وطن خوږو نه کړم محرومه
ربه وران کړې د هغو خلقو کورونه
خاورې دې وخورم چې ليدلې مې نحر بچي دي
خلقو زما د وطن دغه ببر سر بچي دي
په ښپو لغړ و جود تار دا جامې هيڅ نه لري
د لوږې وګورې بيمار پمن لغړ بچي دي
اې د دنيا د سرو و سپينو خاوندانو راشې
دا پښتونخواه د !! دلته دغسې اکثر بچي دي
¯²{{{{²¯
Bookmarks