خدايه ګل ئې درنه غواړم دا ازغۍ ازغۍ وختونه
لرې لرې رانه بوځه غم زپلۍ طوفانونه

چۍ د سرو ګلونه ډک شۍ د ښائست ښکلۍ باغونه
ما له راکړۍ يو طاقت چۍ زه بدل کړم قسمتونه

يوه ډيوه کړې رانه جوړه چۍ رڼا کړم تور تمونه
ما جولۍ درته نيولۍ پکښۍ کيږده نعمتونه

زه به اوخاندم مسکۍ شم چۍ مۍ کم شۍ دا دردونه
خدايه تا ته زه ژړيږم تا ته کړمه فريادونه

دعاګانۍ مۍ قبول کړه زما معاف کړه ګناهونه
په اهونو کښۍ سکلۍ ما انعام دغه شعرونه