Results 1 to 2 of 2

Thread: رفيق شينواري؛ د لوئی فنکار نيمګړی

  1. #1
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default رفيق شينواري؛ د لوئی فنکار نيمګړی

    مونږچې کله هم دپښتون قام دکلتور دتاريخ پاڼې الوول کوو نو په دغه پاڼوکښې ډير بابونه په نظر راځى چې ورکښې يو ډير ګټه ور او په تول پوره باب دپښتو موسيقۍ دے . دپښتو موسيقۍ وړومبى سرونه چااوچيړل لکه دپښتوټپې دتاريخ ددې خبرې تعين هم بيخى ګران دے . البته داخبره په پوره وثوق سره کيدے شى چې دڅيړنکار دزيار او کړاونو په ترڅ کښې چې دپښتون قام داووۀ زره کلن تاريخ کومې نخښې په لاس راغلى دى په دغه نخښو کښې داخبره جوته ده چې په دغه دوروکښې به هم دغم غلطولو دپاره اتڼونه او محفلونه کيدل سازونه به غږولے کيدل . خودامعلومه نه ده چې دغه سازونه به دکوم نوعيت وو .



    ډير سازونه داسې دى چې هغه دوخت تيريدو سره له مينځه تلى دى ددغه سازونو دچيړلو او ددې په ژبه دپوهيدو هڅې دکلونو راسې راروانې دى . دشلمې صدۍ دشروع سره چې کله دباقاعده سرونو دخوندى کولو ابتداء وشوه نو دوړومبى معلوم سندر غاړى اکرم خان نه پس استاد صحبت خان ،استاد مبين خان ،صبرودانساء ،مهرالنساء ،استادزرخان ،استاد ميراحمدخان او نوروډيرو دپښتو موسيقى سره خپله علاقه ټينګه ولرله. سازونه غږيدل اهنګونه جوړيدل په پښتنه ټولنه کښې خوريدل او هر چاورته په درنه سترګه کتل .

    خو ددې موسيقۍ ددې اهنګونو خپله ژبه وه . په دې ژبه دپوهيدو هلې ځلې په هر دور کښې هرچا وکړې او ځان ته ئې په دې حواله نوم پيدا کړو ترکومه حده چې دسراوتال خبره ده نوزمونږ پښتو موسيقى په خپل وړومبى پړاو کښې ترهره حده پورې په اولسى چوکاټ کښې ځائې شوې وه داځکه چې هم دغه اولسى اهنګونه دجذبو ترجمان وو او چې کوم غږ کومه نغمه دجذبو ترجمانى کولے شى نو هم هغه په زړونو کښې لارکوى . په شلمه صدۍ کښې عبدالله جان استاد دغه معتبرنوم دے چې داهنګونو دژبې زده کولو ته ئې په شعورى طور پام لرنه وکړه د پيښور اکبرپورې کلى دنوموړى شاعرګلستان بابا دازوې دورکوټوالى راسې په موسيقۍ مئين ؤ . او چې کله ئې دشعور په درشل قدم کيښودو نو دپلار شعرونه ئې په ترنم سره وئيل . دعبدالله جان استادسره بل يو معتبر نوم دشيرعلى خان استاددے چاچې پښتو موسيقى ته د ژوند لويه برخه وروبخښله چې کله دموسيقۍ مئينان سيوا کيدل نو په پښتنه ټولنه کښې دغه رنګونه خوريدل .

    هم په دغو ورځو کښې چې دپاکستان دازادۍ دساعتونو سره سمون خورى دحضرت عبدالستار شاه باچا نوم دتصوف دچشتيه سلسلې په حواله ډير مشهور ؤ هنرمندان به دعقيدت په توګه هلته حاضريدل . قواليانې به ئې وئيلې اوباچاجان به ورته دکاميابۍ دعاګانې کولې . اميرحمزه خان شينوارے څوک چې په دې نزدې کالونو کښې دډيلى نه واپس پيښورته راغلے ؤ دخپل صوفيانه مزاج په وجه ئې دباچاجان لمن نيولې وه اوپه دغه تړون کښې ئې دمعرفت لارې لټولې . حمزه بابا ډير دخوند رباب غږولو نغمې به ئې پکښې الول کولې ځکه نو ورسره دعبدالستار شاه باچا ډيره مينه وه . حمزه بابا ددې نه وړاندې په کال ١٩٤٠ کښې دپښتو دوړومبى فلم ((ليلى مجنون)) باقاعده قيصه اونغمې هم ليکلې وې ددغه فلم ډائريکټر اوهيرو ښاغلے رفيق غزنوى ؤ حبيب جان ورسره هيروئن وه دغه رنګ دحمزه بابا دفن رنګونه په ټول ډيلى کښې خوارۀ شوى وو او دلته ئې دباچاجان ددعا په برکت نوره ځلا موندله .

    دباچاخان دربارته دسلسلې چشتيه سره دتړون لرونکو دراتګ سلسله جارى وه يوه ورځ دافغانستان دلارې يوه زنانه دربارته راغله دهغې سره يو ښائسته ماشوم ؤ دباچاجان سلام ئې وکړو او چې کله باچاجان دغه ماشوم ته وکتل نو سينې ته ئې راجوخت کړو په سر ئې ورته دمينې لاس راښکلو. اوماشوم داسې محسوس کړه لکه چې دپلار منګل ئې په سر سيورے شوے وې ځکه چې دماشوم پلار دوړاندې نه وفات شوے ؤ که هرڅويتيم ؤ خو دباچاجان لمن هغه ته پراخه پرته وه هم دغه ماشوم رفيق شينوارے ؤ چې مشرانو ئې په ننګرهار کښې ژوند کړے ؤ . رفيق شينوارے چې څنګه په دربارکښې ورځې شپې سباکولې دصحبت اثر پرې کيدو دوجوديت او شهوديت اثرات ئې قبلول هغه چې کله په ((وجد))کښې مست شو نو نڅابه ئې کوله چونکې په چشتيه سلسله کښې ددغه کيفياتو داظهار اجازت ورکولے شى او باچاجان به دهغه دغه نڅاته په نوره درنه سترګه کتل درفيق شينوارى دغه عقيدت په ټول دربار کښې ورځ تر ورځ ځائې موندو .

    په شروع شروع کښې رفيق شينوارے په ليک لوست نه پوهيدو نوحمزه بابا دهغه دليک لوست استاذ شو چونکې حضرت باچاجان دحمزه باباسره ډيره مينه لرله اوپه دې ډير خوشحاله ؤ چې رفيق خان دغه رنګه دوه کرښې ليک لوست زده کړى . دليک لوست سره رفيق شينوارى دشاعرۍ درموزرونه هم خبريدو چې کله زلمے شونو هم دباچاجان په مرضۍ ئې وادۀ وکړے شو دهغه کورودانه هم په قام شينوارې وه دوادۀ نه پس هغه ته الله تعالى دلوڼو سره سره دوه زامن شفيق اوغلام على ورکړل او ورځ ترورځه درفيق شينوارى دفن ځلاګانې په خوريدو شوې . ريډيو پاکستان پيښور هغه اداره ده چې په خپل ځان کښې دپوره اکيډيمۍ حيثيت لرى هم دې ادارې دفن کارانو روزنه کړې ده چونکې دکال ١٩٦١په خواو شا کښې بيارفيق شينوارى باقاعده قوالى وئيل شروع کړى وو نو ريډيو پاکستان پيښورهغه ديوښه فن کار په حيث هم وپيژندو.

    رفيق شينوارے چونکې دموسيقۍ اواهنګونو په ژبه پوهيدو نو دنغمو دطرزونو جوړولو هڅې ئې شروع کړې . په دغه طرزونو جوړولوکښې به په هغه يوالهامى کيفيت خورؤ داځکه چې هغه بيا دخپل پير باچاجان نه ډيرې وظيفې اخستې وې ټوله ټوله شپه په ئې عبادت کولو په خپله دنياکښې به ورک ورک ؤ هم ددغه روحانى اثر وجه ده چې درفيق شينوارى هر جوړکړے ساز مشهور شو. په غه ورځو شپوکښې استاد راحدت حسين ( مرحوم) (دهارموينې استاد) استاد محمدظهير مرحوم (درباب استاد) استادبختيار ( دکلانټ استاد) استادغلام على ( داکاډين استاد) دخپل فن په حواله ډير معتبر نومونه وو دے ټولو درفيق شينوارى لمن ونيوله طرزونه جوړيدل نغمې خوريدې او په پښتنه ټولنه کښې دپښتو موسيقۍ نوى دور سترګې غړولې .

    داستاذ خيال محمد مشر ورور چې ملوک نامه ئې وه اوپه بابومشهور ؤ هغه به هم درفيق شينوارى سره يوځائې دباچاجان په دربارکښې قوالى کوله. خيال محمد به دماشوم والى نه دخپل ورور سره هلته راتلو په ماشوم اوازبه ئې قواليانې وئيلې . هم دغه اثر ؤ چې کله خيال محمد ريډيوته اوبيا درفيق شينوارى لاسونوته راغے نو خيال شو حقه خبره داده چې که چرې نن څوک حمزه بابا ته د غزل باباوائى نو ددې غزل په بنيادى مقبوليت کښې درفيق شينوارى دطرزونو اودخيال محمد داوازولويه برخه ده بلکې دابه سره منو چې که چرې رفيق شينوارى دپښتو غزلو دخوندخوند طرزونه نه دى جوړکړے نن به پښتو غزل دومره وړاندې ګامونه نه وواخستى . چې کله د ١٩٧٠ په شروع شروع کښې دپښتو فلمونو باقاعده دويم دور شروع شونو دهرچاسترګې درفيق شينوارى په لور وې اګر چې دوړومبى فلم موسيقى استاد لعل محمد جوړه کړې ده څوک چې په پښتوژبه نه پوهيدو خودومره ده چې دهغه سره دمترنم شاعر اوديوسف خان شيربانو دليکوال استاد على حيدر جوشى مرحوم مرسته حاصله وه دې فلم ديونوى دور اغاز پيل کړو.

    اوچې کله بيا رفيق شينوارى دپښتو فلمونو مخه وکړه نوداسې موسيقى ورکړه چې نن زمونږ دپاره دکلاسيک حيثيت لرى مونږ به داوربل ذکر کوو که دديدن دخانه بدوش خبره کوو اوکه د ((اقرار)) دټوپک زما قانون)) خبره به چيړو که ((ناوې ديوشپې )) رفيق شينوارى په زرګونو نغمې کمپوز کړې اود تعجب اومعجزې خبره داده چې داټول طرزونه داټولې نغمې سپرهټ شوې نن چې څومره طرزونه جوړيږى نو ورکښې هرموسيقار دافخر ګڼى چې درفيق رنګ ورکښې ځائې کړى . په عام ژوند کښې رفيق شينوارے ډير زيات مينه ناک اخلاص مند بې غرضه او خواخوږے انسان ؤ . هغه به دبل په غم درديدو ځکه چې په خپله ئې ډيرغمونه ليدلىوو ماپه وړومبى ځل دهغوى سره په کال ١٩٨٤ کښې هاغه وخت وليدل چې کله زۀ دپښتوموسيقۍ پروډيوسر شوم بيازما دهغوى سره يوفطرى عقيدت ؤ دهغه روحانى فکر اودهغه خوږو خبرو ته به زۀ هميشه ځير ځير ووم چې کله به ئې شعرونه لاس کښې واخستل دځان سره به دلږ ساعت دپاره اوګوڼيدو او ساعت به تيرنۀ ؤ چې داسې طرز به ئې جوړکړو چې عقل اوفکر به ورته حق دق پاتې شول .

    رفيق شينوارى په خپله ديوسازپه غږولوهم نه پوهيدو خومجال شته چې دهغه په کمپوزيشن کښې به چابې سره سازغږولے وے داځکه چې هغه په دغه رموزو پوهيدو ځنې نغمې لکه سړې سړى اوبۀ راوړمه ماذيګردے که نه دے (فرزانه) جانانه ښه شوه چې ته راغلې ( ماه جبين) وه خيالى جانانه ) خيال محمد) او نورې ډير رفيق شينوارى په ډيرلږ وخت کښې کمپوز کړىدى دازۀ پوره ډاډ ځکه ليکم چې دريکارډنګ موقع ئې ماته په لاس راغلې ده . رفيق شينوارى به که هرڅو دژوند نغمې په خلقو شيندلې خوخپل ژوندئې ساندې ساندې ، دکال ١٩٨٨ په خواو شاکښې دهغه زوې غلام على خودکشى وکړه ځان ئې په اور وسوزولو غلام على ځوان زلمے هلک ؤ او د رنګ نه دومره ښائسته ؤ چې ((حجرو)) اوتنورونو به ئې صفتونه کيدل دهغه دخودکشۍ وجوهات چې هرڅه وو خودرفيق ملائې ماته کړه يوه مصريزه چې رفيق شينوارى په خپله اوليکله اوبيامونږ دخيال محمد په اواز ريکارډکوله نو درفيق په سترګو کښې اوښکې تلې راتلې .



  2. #2
    *BADAL* is offline Advance Member
    Last Online
    10th February 2023 @ 10:59 PM
    Join Date
    24 Sep 2008
    Location
    JEDDAH
    Age
    40
    Posts
    798
    Threads
    95
    Credits
    1,321
    Thanked
    9

    Default

    Dair kha halaka.Maloomegi khazana pa las darghale da.

Similar Threads

  1. Replies: 13
    Last Post: 22nd April 2016, 04:49 PM
  2. Replies: 8
    Last Post: 21st August 2014, 08:23 AM
  3. Replies: 8
    Last Post: 5th August 2012, 02:09 PM
  4. Replies: 1
    Last Post: 3rd August 2010, 01:00 PM
  5. Replies: 2
    Last Post: 6th October 2009, 10:10 AM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •