د ماذيګر مانځه څخه کورته راروان ووم. څه ګورم چې حاجى صيب د کوڅې په سرکښې بياخپل ځائې باندې ناست. حاجى زمونږ د کوڅې يو سپين ږيرے دے او ټوله کوڅه ئې ډير عزت کوى. هره ورځ په همدې ځائې ناست وى او هر چاسره په ډيره خلاصه ټنډه جوړه تکړه کوى. سلام مې پرې وکړو او ورسره څنګ کښې کښيناستم. ماويل چې حاجى صيب نن سبا خودې طبعيت ډير خټې غوندې ښکارى خيرخو دى کنه. ده وويل ! حميده ! پوښتنه مه کوه- که رښتيا راباندې وائى نو د پيښور هغه پخوانے خوند نشته. ماويل ولې حاجى صيب په پيښور باندې څه چل وشو. عرض ئې وکړو ! تۀ نه ګورى چې دا لارې او کوڅې ورځ په ورځ خالى کيږى - د افغانانو خوهسې نوم بد دے ګنى نو زۀ خو وايم چې د پيښور ښائست په همدې خلقو دے - ماوويل - خير دے حاجى صيب يونه يو ورځ خو به افغانان هسى تلل خدائې دې خير وکړى. په همدې خبره مې د حاجى صيب نه اجازت واخست او کور ته راغلم-

چې شپه شوه نو د حاجى صيب هغه خبره مې مسلسل په ذهن را وريدله چې نن سبا دا پيښور بدل بل شانتې ولې ښکارى؟ همدا سوال مې په ذهن کښې تاويدو راتاويدو خوپه ځواب مې سرنه خلاصيدو. په پيښور کښې خوافغانانو ته کله هم په درنه سترګه ونه کتلے شول په تيرو شلو کالو کښې چې افغانانو په دې خاوره د مهاجرت کومې شپې سبا کړې او کومه شرائطو کښې او په کوم حالت ئې سبا کړى هغه د چانه پټه خبره نه ده. ما خوچې کله هم کوم افغان مهاجر وليد نو په څيره باندې يو د غمونو اور د کړاونو يو بدرنګه داستان انځور وو.

د هرچا قيصه د اسويلو نه ډکه وه. د هر ځوان لاسونه تڼاکى او د هرې پيغلې پلوشليدلے ؤ. د هرې کونډې سترګې د اوښکو نه ډکې وې اوهر يتيم به نرۍ نرۍ سلګۍ کولې - افغان مزدور خپلې خلې توئې کړى او د پيښور په سوزوونکى لمر کښې ئې ډيرې بنګلې او ډير بازارونه اباد کړل - ډيرې دشتى ئې په اباديو بدلې کړې - د ابدالى او د ملالى پيغله لور د پيښور په دې کوڅوکښې د خپلو پښتنو ترمنځ تر ډيره وخته د نمائش يوه ذريعه جوړه شوه-

ؤيرو مهاجرو په د خړو خيمو کښې ساه ورکړه اود وطن خاوره ئې د قبر د پاره نصيب نشوه. ډيرو ګلاليو وړو ماشومانو په دې کوڅو کښې کباړ راټولو او يا ئې اوبۀ خرڅولې او يابه ئې بوټان پالش کول. نوبيا ولې اخر ولې. نن چې همدغه مهاجر خپله خيمه وتړله او د تورخم په پوله اخوته ور واوختل نو دپيښور کوڅې داسې خاموشه شوې. پکار خودا وه چې په هره کوڅه کښې خوشحالى او ګډاګانې وې-

هسې هم پاکستانى وروڼه د مهاجرو نه ډير په تنګ وو او هميش به ئې دا پيغور ور کولو چې د خپل وطن او خپلو خلقو څخه دلته په تيښته راغلى يئى شرم وکړئ- خونن خوحقيقت بل شان دے چاسره دا غم دے چې زما بنګله او دوکان خالى شو څوک وائى چې زما بس اوټيکسى نن سبا غريبى نه کوى څوک وائى چې مزدور نشته چې ديوال راته جوړکړى- پوليس خودومره خفه دى چې څه ووائم.

مخکښې خودا حال وۀ چې که چرته به د چاسر ټوپۍ هم ورکه شوه نو پوليس به بې ګناه مهاجر راټينګ کړو. د صوبې حکومت به د معاشى کمزورى ذمه وار هم افغان مهاجر ګرځول نو اوس د خدائې خير وکړى ګورو به چې په دې صوبه کښې جرمونه څومره کميږى او معيشت به څومره مستحکم شى ځکه چې اوس خوافغان مهاجر هم په تلو دى .

هو! يوځلې بياکډې باريږى او يو سپين ږيرى افغان مهاجر هم خپله خيمه دځان سره روانه کړې ده- يوځلې بيا د خپل پلار نيکه وطن ته روان دى - په دې اميد چې خپله ورانه جونګړه بيا اباده کړى که څه هم اوس ئې نه خوپه کمزوره مټو کښې زور پاتې دے اونه په زړۀ کښې حوصله شته- خو چې خپل يتيم ته ګورى نو زړۀ ئې غټ شى او د تورخم په لور روان شى. په دې هيله چې کله خپل کور اوکلى ته لاړ شى نوقوماندان او ټوپک سالار به ئې بيرته د خپل کورنه په وتلو نه مجبوروى. خودسپين ږيرى په مخ پريشانى خوره شوه.

ځکه چې خلق وائى چې پاچا صيب هم دښمنان لرى. خلق وائى پاچا صيب زوړ شوے او پاچاخلقو ته ډوډۍ نشى ورکولے نوسپين ږيرے حيران پاتې شو- اخرڅه وکړى؟ لاړ شى اوکه نه؟ اخواديخوا ګورى اخر ئې د خدائې نوم واخست او روان شو. په تلو کښې ئې يوځل په شا راوکتل. دشلو کلونو ډيرې قيصې ئي ترسترګو تيرې شوې- سترګې ئې نم ژنې شوې او روان شو- سپين ږيرے خولاړو خوپيښور خالى شو- د پيښور رنګونه کم شول. هره کوڅه اوهره لاره نااشنا غوندې ښکارى- فکر کوم چې پيښور هم ډير خفه دے. خفه به ولى نه وى چې خپل بچى د مورغيږى نه لاړ شى نود مور خوبه خفه کيږى. خوافسوس چې دا مور خپل بچى ته هم خپل اولاد نشى وئيلے اونه ئې بچى د اوس لرى چې مور څخه غيږه چاپيره کړى. د ابدالى اولاد به کله د خپلې مور تپوس کوى وخت به فيصله کوى. د خيبردره خولارد تلوراتلوده، په کابل اوپيښور کښې افغان يودے