ډيره زمانه وړاندۍ دوه هلکان د افغانستان نه راغلل او زمونږ په کلۍ کښۍ د بزرګ استاد (خدائ بخلۍ) سره په جماعت کښۍ ډيره شول. د مشر ورور نوم ئۍ ګلا جان وو او کشر ورور بسم الله جان وو. دۍ دواړه بزرګ استاد سره قران پاک زده کول شروع کړل. بزرګ استاد د دوئ تربور وو. او ډير ښه عالم فاضل انسان وو. د ډير علم او پرهيزګارئ په وجه د بزرګ استاد په نامه مشهور وو.



د بسم الله جان و ګلا جان ئۍ ډير خيال ساتلو. څو کاله پس ګلا جان قران مجيد ختم کړو. او يو څو دينۍ کتابونه ئي هم اووئيل. خو نور محنت ترۍ نه کيدو او دغسۍ علم ئۍ سرته نه رسولو. او د بزرګ استاد په سفارش په يو کلۍ کښۍ امام شو. د دۍ کلۍ نامه جبه وه. د دۍ وجه نه ګلا جان د جبۍ ملا په نوم مشهور شو. په امامتئ کښۍ ډيره مزه وه. غوړ زيړ خوراکونه پکښۍ ډير وو. جبه ملا صاحب ډير غټ شو. په لاره کښۍ به تلۍ نه شو. سا به ئۍ تله راتله. تر دۍ چه امامتۍ هم ورته ګرانه شوله. او واپس زمونږ کلۍ ته راغلو او بيا بزرګ استاز سره ډيره شو. په ګرمئ کښی به ګلا جان په بد حال وو. سختۍ ګرمۍ او غټ وجود به تل دۍ پريشانه کړۍ وو. اکثر به د کلۍ خوا کښۍ وياله يا نهر کښۍ پروت وو. وياله تنګه وه او جبه ملا صاحب به غټ وو. اکثر به د وياله اوبه ډب شوۍ. او بئيوال زميندار به خيال وو چه چا اوبه خپل پټۍ ته اړولۍ دۍ. په منډه منډه به راغلل چه اوبه ئۍ کتل چه جبه ملا به وياله کښۍ پروت وو.



بئيوال به کله په سوال منت او کله به ئۍ په زور جبر د وياله نه راؤښکلو. بسم الله جان په ګلا جان ته اوکتل نو هغه هم قران نيمګړۍ پريښود او په کلۍ کښۍ ئۍ مزدورۍ شروع کړه. کله به ئۍ ګوډ چارۍ کوله او کله به ئۍ د خلقو څاروۍ ساتلل. هغه به پيسۍ راوړۍ او ګلا جان سره به ئۍ جمع کول. بسم الله جان د پيسو په حساب نه پوهيدو. اکثر به ئۍ ګلا جان په شمير کښۍ غلطولو او دغه رنګه ګلا جان په مفتو کښۍ بسم الله جان په ګټه کښۍ شريک وو. ګلا جان د چئيو ډير شوقين وو. د ځان غوندۍ غټ چائ جوش به ئۍ تل په نغرۍ باندۍ وو. اوټوله ورځ به ئۍ چائ څښله. بسم الله جان بۍ علمه وو. خو د زبرګئ دعوۍ يې لرله. کله به ئۍ په خوب کښۍ جنت ليدلو او کله دوزخ.



د ميلاد او نعت خوانۍ په محفلونو کښۍ به په جوش کښۍ راغلو. حلقه به ئۍ کوله او ټوپونه به ئۍ وهل. د کلۍ وران کارو به ورله کله لاس تاؤ کړو او کله پښه او دۍ به په ځان نه پوهيدو. چه جوش به ئۍ سوړ شو نو لاس او خپه به ئۍ تړلۍ وه. يو وارۍ يو حضرت په جزبه کښۍ راوستو ورته ئۍ اوؤۍ چه مونږ به ستا زبرګۍ هله منو جه د جماعت چت نه راؤدانګۍ. بسم الله جان روان شو خو ګلا جان پرۍ ځان ګزار نه کړو او کلک ئۍ اونيوؤ او د مرګ نه ئۍ بچ کړو.



ګلا جان په يو بل کلۍ کښۍ کوژدن اوکړه خو تر لس کاله ئۍ د واده طاقت رانغۍ. ځکه چه بچت ئۍ نه شو کولۍ. اخر د واده نه توبه ګار شو او ښځه ئۍ پريښوده. زبرګ استاد به د دۍ دواړه نوموړو په حلقه دا دوه خبرۍ تل کولۍ چه بسم الله جان په بسم الله بسم الله پيسۍ اوګټلۍ او ګلا جان لکه د ګلونو اوشيندلۍ. او بزرګ استاز به دا هم وئيله چه جبه ملا (ګلا جان) خپله ښځه کلچه کړه او چئيو سره ئۍ اوخوړله.



دا ؤو د بۍ علمۍ او ناراستۍ نقصان چه بسم الله جان او ګلا جان ته اورسيدلو چه دواړه ميرات مړه شو. انا لله و انا اليه راجعون