پنجاب د کهاريان په ښار کښې يو پوليس کانسټېبل د رياست نه تنخوا ددې دپاره اخلي چې د خلقو د ژوند ساتنه او د انصاف تقاضې پوره کړي خو هغه ددې کار لپاره ورکړل شوے ټوپک راوباسي او يو داسې سړے پرې وژني چې د يو متنازعه کتاب د کمپوز کولو په جرم نيول شوے دے او په جېل کښې بندي د عدالتي پرېکړې په انتظار دے.

د پښتونخوا د مردان په سيمه کښې يو ږيره ور سړے بم په لاس د هغه مارکېټ سر ته ورخېژي په کوم کښې چې ددې غربت ځپلې ټولنې ناچاره ښځې د روزګار طريقې زده کوي. د مارکېټ سر ته د هغه د ختلو هدف دادے چې د بم له لارې دغه مارکېټ والوځوي او د پاکستاني واکدارنو په څېر د غربت د ختمولو په ځائې غريبان له منځه يوسي. له ښه مرغه بم پخپله په هغۀ الوځي او لېډي ريډنګ هسپتال ته رسېږي