Results 1 to 3 of 3

Thread: اخلاقى اړخ

  1. #1
    safdar302's Avatar
    safdar302 is offline Advance Member
    Last Online
    15th January 2020 @ 10:53 AM
    Join Date
    15 Oct 2008
    Location
    Dubai
    Posts
    12,060
    Threads
    560
    Credits
    1,219
    Thanked
    174

    Default اخلاقى اړخ

    دمکې اخلاقى اړخ ډير کمزورے ؤ سيوا دهغې جاهلى رواياتو او قدرونو کوم چې دے دخپلې سينې سره نيولى وؤ. دجوارۍ کاروبار په دوى کښې عام ؤ دوى به په دې فخر کولو شراب څښل په عام ډول رائج ؤ. دعيش وعشرت ، ګډا او موسيقۍ محفلونه به ډير زيات اهتمام سره ټاکلےشو چې پکښې به دشرابو دورونه چليدل، ډيرې بدکارۍ، ظلم او زياتۍ حق تلفۍ او بې انصافۍ او په ناجائزه ګټې ته ددوى معاشره کښې په بد نظر نشو کتلے

    ددې اخلاقى پستۍ (چې په عام ډول په جزيرة العرب او په خاص ډول دمکې په خلقو کښې مونږ ته په نظر راځى) دټولو نه ريښيتنے اونازک تصوير هغه دے کوم چې دقريش يو غړى او دمکې اصلى او پخوانى باشنده جعفر بن ابى طالب دنجاشى په مخکښې پيش کړے ؤ او ددې وخت دعربى استوګنې او جاهلى کردار نقشه ئې راښکلې وه. ددۀ بيان داؤ چې!

    اے بادشاه! مونږ دجاهلي عاشق قوم ؤدبتانو عبادت به مو کولو مردارے به مو خوړې و هر قسمه دبې حياۍ کارونه به مو کول خپلوئ به مو پريښودے دګاونډى سره به مو ناکاره سلوک کولو او طاقتور به کمزورے خوړلو

    مذهبى اړخ
    مذهبى اړخ (په اخلاقى او تمدنى نقطه نظر سره) نور هم زيات کمزورے ؤ او ددې وجه داوه چې دنبوت دزمانې نه ددوى فاصله ډيره زياته وه. جهالت پکښې عام ؤ پت پرستۍ (چې دوى دخپل ګاونډى قومونو نه زده کړې وه) ددوى په زړونو کښې ځائې کړے ؤ. دبُتانو سره دوى يو قسم عشق ؤ که خو صرف دکعبې دننه او په غولى کښې درې سوه شپيته بتان وؤ چې پکښې دټولو نه لوئې هُبل ؤ کوم چې ابو سفيان په جنګ اُحد کښې مخاطب کړے ؤ او وئيلى ئې وؤ((اُعلُ هُبُل)) (هبل دې بر وى)) دادکعبې په مينځ کښې ديوې کندې په غاړه ؤ، په کومې کښې چې به نذرانې جمع کيدې. دابت دسور عقيق نه جوړ ؤ. په انسانى شکل کښې ؤ او ښے لاس ئې مات ؤ قريشو داهم دارنګ بيا موندلے ؤ. په دۀ کښې بيا دوى دسروزرو لاس لګولے ؤ. دکعبې مخې ته به دوه بتان اوسيدل چې پکښې ديو نوم اساف ؤ او دبل نوم نائله يو دکعبې سره بالکل پيوست ؤ. او بل دزمزم په خوا کښې قريشو کعبې ته لنډ بت هم دبل بت خواته منتقل کړو. دا هغه ځائې ؤ چرته چې به عربو قربانۍ کولې. په صفا هم يو بت ولاړ ؤ. چې نوم ئې (نهيک مجاودالريح)) ؤ په مروه باندې چې کوم بف ښخ ؤ ددۀ نوم ((مطعم الطير)) ؤ

    دمکې هر کور کښې يو بُت ؤ چې دغې کور واه ۀ به ئې عبادت کولو عزى عرفات ته لنډ ؤ. او په دې يوه عبادتخانه جوړه کړے شوې وه دادقريشو په نزد دټولو نه زيات معزز او لوئې ؤ. دوى به ددې په وړاندې په غشو فالونه ويستل ((الخلصه)) نومې بت دمکې په لاندينۍ برخه کښې ښخ ؤ دې بت ته به هارونه اچولے کيدل. دوربشو او غنمو منښته به دۀ ته پيش کولے شوه. ددې به په پيو لامبولے شوز ددۀ دپاره به قربانى کيده. او ددۀ دپاسه به دشُتر مرغ اګۍ ځوړندولے شوې. بتان به په مکه کښې کور په کور خرڅيدل دکليو خلقو به خوښول اخستل به ئې او دخپل کور ښائست به ئې پرې جوړولو

    دغه شان داقوم (دخپلو ټولو ځوانمردو، وفادارو او جان نثارو دخپل کريمانه عربۍ اوصاف سره) دبت پرستۍ دبتانو سره محبت او مينې دوهمونو او خرافاتو سره تړون، دصحيح دينى مفوم نه دناپوهۍ او دپاکيزه نظيف اولطيف ښکلى نيغ دين او ملت ابراهيمى نه دلرې والى او لا تعلقۍ په هغه لاندې درجه کښې وؤ په کومه چې به ددنيا ډير کم قومونه وى

    دادشپږمې صدۍ دمينځ مکه وه کومه چې درسول الله صلى الله عليه وسلم دبعثت او دسوړ او تور افق نه داسلام دنمر ختونه مخکښې مونږ ته په نظر راځى خدائې پاک بالکل صحيح وئيلى دى

    ترجمه ( دا غالب او مهربان خدائې نازل کړيدے) چې تاسو هغو خلقو ته دچا پلار نيکۀ ته چې خبردارے نۀ ؤ ورکړے شوے خبردارے ورکړئ. هغوى په غفلت کښې پرتۀ دى

  2. #2
    abid chandia's Avatar
    abid chandia is offline Senior Member+
    Last Online
    15th July 2013 @ 09:48 AM
    Join Date
    24 Dec 2008
    Location
    Rahim Yar khan
    Gender
    Male
    Posts
    609
    Threads
    70
    Credits
    950
    Thanked
    18

  3. #3
    abid chandia's Avatar
    abid chandia is offline Senior Member+
    Last Online
    15th July 2013 @ 09:48 AM
    Join Date
    24 Dec 2008
    Location
    Rahim Yar khan
    Gender
    Male
    Posts
    609
    Threads
    70
    Credits
    950
    Thanked
    18

    Default

    me pashto sikhna cgahta hoo

    0312630678

Similar Threads

  1. Replies: 6
    Last Post: 21st February 2015, 09:18 AM
  2. مخزن اخلاق کتاب چاہیے
    By taib in forum Baat cheet
    Replies: 4
    Last Post: 21st November 2013, 10:58 AM
  3. Replies: 8
    Last Post: 1st May 2011, 03:04 PM
  4. Replies: 7
    Last Post: 13th May 2010, 01:41 PM

Bookmarks

Posting Permissions

  • You may not post new threads
  • You may not post replies
  • You may not post attachments
  • You may not edit your posts
  •