دغه آن راته په ټوله ژوند كي ګران دى
چي مېلمه مي نن په كور كي خپل جانان دى
كه مي خونه كه انګړ دى ښكلى ښكاري
له ښايسته مخه يې ټوله كور روښان دى
په ښكلا كي يې سندري وي زما وركي
د ده نوم دى چي پر ژبه مي هر ان دى
پښې يې مينځمه ښايسته مخ ته يې ګورم
نذرانه مي ورته ايښى دا خپل ځان دى
تر خيرات او صدقه به مي زړګى كړم
كه مي سر دى كه مي مال دى كه سامان دى
لا به څه نېكمرغي غواړمه په ژوند كي
چي جانان كور ته راغلى دا زمان دى
نقابونه مي د زړه كړه ورته پورته
چي جانان راښكاره كړى مخ عيان دى
وصل سوى يم د حق له ښكلي نومه
ختم سوى مي بېلتون دى كه هجران دى
دا سندره د كبير واورئ يارانو
ټيټ له ټولو غلامانو چي يې شان دى
Bookmarks