يوڅوک دي ټوله شپه خداى تر سهاره يادوي
يو څوک يې دمنصور غوندې تر داره يادوي
يو څوک دې په سپين غر زړګي بمونه وروي
يو څوک دې په خوبو کې ننګرهاره يادوي
يو څوک له ما هم ډېر پر تا مئين دى او که څنګه ؟
يو څوک دې په هر ځاى کې راته ياره يادوي
يو (( څوک )) درباندې نوم دخپل معشوق ليکي ژور
يو څوک دې په شعرونو کې چيناره يادوي
يو څوک دجانان ، نيم ، نوم راته اخلي زوروي مې
يو څوک يې راته شونډو کې کراره يادوي
يوڅوک مې خوب ته نه پريږدي، داستوري په ما شمېري
يو څوک دې راته هره شپه نګاره يادوي
يو څوک که دې نن سيورى په غونډارو باندې ولي
يو څوک به دې ضرور يو ورځې " څاره "يادوي