اختر د خوشالۍ

اختر د خوشالۍ دی خلک خاندي زه ژړېږم
په ويريمه د ځان خپل
ګداز مې د زړه زيات شو لکه شمع ويلې کېږم
يادېږي مې بنديان خپل
اختر د خوشالۍ دی خلک ګرځي په مېلو کې
زما قادره خدايه
زه ځم چې خر څي يو سمه بنديانو له جيلو کې
که يې ووينم له ورايه
بل خوا راته زخميان پراته خيشته دی په خولو کې
له درده په های هايه
تر څو به د ظالم له لاسه زه په اور سوزېږم
په چا وکړم ګريان خپل
دنيا کې ماشومان نن چې ورېښمين لباس در بر دي
زما ماشومان ژاړي
جامې په وينو رنګ مخکې پراته د خپل پدر دي
حيران ورته و لاړي
کورونه يې په بمونو نړېدلي در په در دي
دا ځکه چې حق غواړي
په چا وکړم عرضونه چا ته مخکې ودرېږم
چې څيرې کړم ګرېوان خپل
که سل ځله اختر شي خو په ما کم بخت تور تم دی
دا ځکه چې پښتون يم
اختر د نازولو دی زما په برخه غم دی
دوهم ثاني مجنون يم
ظاهر ته مې مه ګوره پټ مې زړه قلم قلم دی
خپل قوم ته جګر خون يم
په دغومره لوی قوم کې زه ويښتو نه ځوړندېږم
دي چرته مې خانان خپل
پښتونه خدای د پاره د اته ميلونه کور يې
تر څو به نه پوهېږم
نفاق له لاسه ورک يې هسې نه چې ته کمزور يې
دا ولې نه شرمېږې؟
د لوړ همت خاوند وې نن پردو پيسو ته ګورې
دا ځکه وژل کېږې؟
له درده نا طاقت شوم ځکه کلک درته غږېږم
ته سر کړه ګرېوان خپل
ای خلکو ن په ما کم بخت په هغه ورځ اختر وي
چې خلاص مې خپل بنديان شي
د اته ميلونو وروڼو اتحاد مې برابر وي
ازاد پښتونستان شي
زما د استقلال مخالفين دې درپه در وي
همدغه مې ارمان شي
نو زه ملنګ جان ځکه هر مېدان کې تل چغېږم
يادېږي مې زلميان خپل