جنت اؤ دُنیا



چې مستی وی اؤ ځوانی وی اؤ جانان وی اؤ ډک جام
ډېر ګلونه، لږ یاران، اؤ غمګین غوندې ماښام
عشق څه اور وی اؤ څه نور وی زړه لمبی لکه تنور وی
په دې ژوند به زه ورځار کړم جنتونه ستا تمام
خو دا ګټه په دې وکړې چې هیڅ رنګ له قرار نشته
هر ساعت، هر رنګ د ژوند، ستا د وخت بې کس غلام
اؤ جنت کښې مُلا وائې وخت به وی زما غُلام
دی چې ورک شی اؤ زه شته شم، ټول به وران مې شی تمام
چې زه ټول غمر زلمی یم، زلمی توب به یو غذاب شی
ځکه اوس راباندې ګران دی چې ئې خېشت شی زر تمام
تل سپوږمۍ د څوارلسمې، تل جانان د شپاړسمې
تل ځوانی، سیند د شرابو، دا دوزخ دی که انعام
دې دُنیا پسې به ژاړم، دا تیاره هلال به غواړم
هره ورځ به یادؤمه، نری لړه د ماښام
تنګ د حورو وفادارو، بې وفا جانان به غواړم
ستا ادم په ذات ښکاری دی، د ښکار خوند کوی هر ګام
د مستۍ د سیند په غاړه، ثوابې روژې به نیسم
اسویلی به کوم یادوم به د ساقی نیمګړی جام
هر یو شی چې ابدی شی، یو افت شی یو غذاب شی
بس یو تا سره مزه کا، دا ازل، ابد، دوام
بنده نوی رنګ محل کښې، نوی نوی جانان غواړی
بیابان کښې سره ګلونه، توره شپه، چراغان غواړی
تل تیاره کښې دی روکیږی، تل رڼا کښې هم ړندیږې
دی بچی د تغیر دی، یو حالت کښې نه ټینګیږی
که ده ستا جنت له یوړه، دا فطرت او دا وجود
یو څو ورځو کښې به سوزی، په سرو سترګو به ژړیږی
ای د لوې فضل مالکه، ماله دا دُنیا جنت که
فارموله ئې ده اسانه، د درې توکو نه جوړیږی
لکه ویلی مې دی سر کښې، بس جانان، ځوانی اؤ جام
چې زما لېونی سر پرې کله کله مشغولیږۍ
اؤ هغه بل د مرګه پس مې مُلا جان پسې خیرات که
تش د حورو په خوبونو که د خوار ګُزاره کیږې
ماله دلته یوه راکه غونډه مسته تکه سپینه
مینه ناکه، سپینه شمع چې لمبې وهې بلیږی
شل رنګونه ئې نظر کښې، شل مزاجه په ځیګر کښې
د سپرلی هسې خویونه، کله نمر کله وریږی
یو څرمنه کښې دننه، یو حرم د جینکو دی
کله مسته اؤ سرشاره، کله غلې شی شرمیږی
اؤ زما دی ستړی زړه کښې شل رنګونه اور لمبه کړی
چې د اور هسې سوزیږی، د لختو هسې ګډیږی
چې په یو بې تاب نظر مې داسې مست داسې نشه کړی
مېخانې ورته حېرانی اؤ ساقی ورته پسخیږی
د هغې زور بدل کښې، ماله دلته یوه راکه
د ابد ټوله ځوانی مې، د څو کالو مشغولا که
که دانه کئی ای جانانه، سربې حورې دې سنبال که
نه مې هغلته پکار دی، نه مې دلته کښې یادیږی
غټې غټې، سپینې سپینې، چې نه سوال نه منت غواړی
ارتې، بیرتې، اوږې سترګې، په بخملو به لُغړیږی
ربه! ای جانانه ربه! دغه یو سوال خو منظور که
ګنی لاړ غنی دې مړ شو ورپسې ئې جبۍ کیږی