لکه څرنګه چي افغانستان دجنګياليوکوردی اودامپراطوريودهديرې په نوم يادېږي له دې سره سره دعلم يوه ځانګوهم ده که څه هم په اوس وخت کي په علمي ډګر کي ډېري ځلانده څېرې نه لري خوپه ماضي کي يې دمحدثينوپه کتارکي ځلېدونکی ستوری ،دامام بخاري رحمه الله اوامام مسلم رحمه الله استادقتيبه بن سعيد، دجرح اوتعديل امام محدث ابن حبان اودمحدثينوپه کاروان کي مشهورمحدث ابوداؤد په څېرسترسترمحدثين اوعلمي څېرې درلودې چي هريوه يې هم پخوااوهم اوس په علمي کړيوکي خوراغښتلی رول لري . ډېری وخت خوچي دجرحې اوتعديل امامان ديوه سړي په اړه پرېکړه کوي دابن حبان ويناپرې نقلوي ، دقتيه بن سعيدبغلاني پېژندنې ته خواړتيانه شته اوامام ابوداوودخوهغه سړی دی چي ابوداؤدکتاب يې په صحاح سته ووکي خورالوړمقام لري .
اوس مهال چي مسلمانان په کوم حال کي دي ټولوته څرګنددی دهغوئ ټولوپرفکر بس دپرديواغېزسپوردی اوپاچاهي پرې کوي که تاريخ وي هم نامسلمان پکي ستايل کېږي ، که سائنس وي هم ، که يوبل څه وي هم حال داچي دتاريخ په ډګرکي مسلمانانودابن خلدون په څېرسپوږمۍ لري چي اروپايان يې اوس هم له مقدمه ابن خلدون څخه ګټه اخلي نوموږچي په يوه داسي حساس وخت کي قرارلرواودکفرتر فکري اوکولتوري يرغل لاندي يوضروري ده چي دخپلواسلافوپرپله پل کښېږدو څومودحق لاره نصيب شي له دې کبله مي وغوښتل چي دلته هغه مسلمانۍ اوافغانۍ څېرې مطرح کړم چي په علم حديث کي يې ونډه اخيستې اوپه دې لارکي يې تکليفونه ګاللي دي البته ماپه خپله دې اړه څه نه دي راوړي خوزه يې له تاسو غواړم چي که له چاسره په دې اړه معلومات وي له موږسره دي شريک کړي چي هم موږترې ګټه واخلواوهم نورترې مستفيدشي .زه نن په لومړي ځل دقتيبه بن سعيد بغلاني رحمه الله پرژوندليک پېښ شوم چي که چانه وي لیدلی هغه يې له دې لاندي پيوندڅخه لوستلای شي :
http://eslahonline.net/8706
يوځل بياهم له تاسودرنولوستونکوهيله کوم چي که څوک دمسلمانواوافغانو محدثينوپه اړه کوم معلومات لري اويايې لنډژوندليک ورسره وي له موږسره دي هم شريک کړي البته ضروري نه ده چي خاص افغاني وي بلکي ټول مومنان سره وروڼه دي خوترډېره بايدهڅه وشي چي په پښتوژبه وړاندي شي څوترې هرلوستونکی که څه هم يوازي په پښتوپوهېږي ګټه ترې واخلي