هــــم غنم یمــــه هم لــــــــــور او هم لوګریـــم
بـــــیایی پلورم په پردویې سوداګریم
نورګرم نـــــه کڼم چی کړي هغــه دوکـــــــــړي
هم ونـــــه هم یــــی لاستئ او هــــــــــم تبریم
هم افــــــغان یم افـــــــــغان وژنم افتخار کړم
گناه نلری له ګـــــــــناه نه یی منکریم
هم خپل ځان یم اوخپل ځــان ته په نفرت یم
هم خپل کــــورته ور روان لاس په خنجریم
تنکئ هیلی غرق کــــــوم وایم نـــــــجات یم
هم عـــــالم او هم کتاب تـــــــه پــــه سنگریم
مکتب هم لــــویه ګــــــناه راته ښکــارېږي
څـــــه پروا کـــــه له مضمون یی ښه خبریم
چی پلـــــرو می معــــدنیت ورته ښــــــوولی
وهغـــــــوی تـــه اوس ولار لاس په ځیـګریم
خپـــــله مینه ړنګه وم د بـــــــل لـــــــــــپاره
کــــــــــه اوس هم زه نان ګدای او در په دریم
نه پــــــــوهېږمه چه څـوک شومه او څه کړم
بېګــــــانه وو تـــــــــه سیلاب او هــــم ګدریم
نشته پــــــــوله کې راگیریم اخــوا دیخوا
بــــــــیا هم وایم یــــــو افـــــــغان یم زړه وریم
کـــــــه غوسه لرې کړم یوځـــــای شم لر اوبر
داهم پوه بیاپــــــــه نړئ کی معتــــــــــــبر یم
ای((شهبازه)) څه کـــــــوی او څــــه د وکړل
وایی ژوندکـړم هم له ژونده لاس پــــه سریم