ناجاڼه کلې دې هر خوا ته چم،په چم ويره ده،
څه بوږنوونکي خاموشي ده دم په دم ويره ده.

د مساواتو اسرافيل شپيلۍ د حشر پوکي،
په هره لوږه د مرګ ويره په هر غم ويره ده،

بيا بارانونه د سپرلي شو د اشنا خيالونه،
زړګيه ستا د ښوئيدو په هر قدم ويره ده،

مينې چې کوم طرف ته مخ کړې انقلاب راولې،
تانه د هرې کرکې ويره هر ستم ويره ده،

د حادثو سمندرونه ډوبيدل چې په کښې،
نن هغې زړونو ته را پيښه د شبنم ويره ده،

تر څو به سيزي دا زما ساړه، ساړه اهونه،
ما سره ستا د بې رخۍ د جهنم ويره ده،

دا بت شکن حالات د زړونو بت کدې نړوي،
ما سره ګرانه ګورې هم د خپل صنم ويره ده،