ويل شي چي افريدو ته يو پير له هندوستان نه راغلو او هغه افريدو ته تبليغ وکړو چي په غونډ افريدو وطن کښي يو ولي مقبره هم نشته چي کوم نه ده افريدو اسلام سره د ميني پته لګي چي نشته.



نو په دي باندي افريدو قوم جرګه کينوله چي په ده پير خبرو باندي غور و فکر وکړي. جرګي کښي دا فيصله وشوه چي پير ډيره خه خبره وکړه او منګ ته پکار دي چي چرته نه مقبري بندوبست وکړو. په دي کښي يو ځوان افريدي را پاسيدلو او وينا ېي وکړه چي پيران ميران به اوس چرته نه لټؤو خو دا پير دي کنه!! او په دي وينا سره ېي توره اوکاږله او پير ېي اوجلو.



او داسي په افريدو قوم کښي دا ړومبنئي مقبره جوړه شوه چې کوم ډير مشهور شوله او لري لري نه خلق ورته راتلږ شروع شول