يوه، دوه، درې........ څلور پنځوس" قاري صېب د څلور پنځوسو ډوډيو د شمارلو څخه وروسته يؤ ځل د عبدالله په مخ يؤ شکي نظر واچولو، بيا ئې ټولې نيمې نيمې ډوډۍ يؤ طرفته کړې اؤ روغې روغې ډوډۍ بل طرفته. بيا ئې نيمې نيمې ډوډۍ د يؤ بل سره د نيم شوي طرف نه وکتلې چې چيرته عبدالله پخپله خو نۀ دي نيمې کړې. اؤ چې ښۀ مطمئن شو چې هره ډوډۍ د بېل بېل کور ده نو ټولې ډوډۍ ئې د وظيفې د څادر په پلَو پټې کړې اؤ عبدالله ته ئې وويل: "د لمانځه وخت نژدې دى راځه اودس وکړه". د دې خبرې سره سم هغه پخپله د اودسونو ځاى ته ورغى. عبدالله هغۀ ته "ښه" وکړ خو د اودسونو ځاى ته د تللو په ځاى ئې هماغلته د طالبانو په کوټه (خُونه) کې پَکى ولګولو اؤ يوې بسترې ته ډډه شو.

هغه د سُور اوړي په تود لمر کې دوه ځله په ټول کلي کې ګرځېدلى ؤ اؤ د څلورو پنځوسو کورونو نه ئې وظيفه راټوله کړې وه. د کوټې نه بهر په ټول جومات کې، په ځانګړې توګه د اودسونو په ځاى کې بيروبار ډېر ؤ ځکه چې د جُمعې په ورځ خلک لمانځه ته زيات راتلل. د جومات د طالبانو امير ، چې د جومات ملا امام هم ؤ اؤ د کلي خلکو استاذ بالۀ، ښۀ په جوش کې لګيا ؤ مسئلې ئې کولې. د عبدالله نيت دا ؤ چې تر څو امير صېب مسئلې کوي تر هغې به دى په کوټه کې لږ ځان دمه کړي اؤ چې څۀ وخت خطبه شروع شي نو اودس ته به ورشي. ايله ئې د تود لمر اثار د مخ نه په کمېدو شوي وو چې د امير صېب تقرير ته ئې پام وګرځېد. هغه د ډېر جوش په انداز کې لګيا ؤ اؤ ويل ئې: "وَلا تَشْتَرُوووو بِآياتِي ثمناً قليلاً..... اؤ مۀ اخلئ.... په اياتونو زما.... پېسې لږې.... يعنې..... زما اياتونه مۀ خرڅوئ... په مطلب پوه شوئ کنه؟ .... خداى پاک وائي چې زما کلام مۀ خرڅوئ..... "په لږو پېسو ئې مۀ خرڅوئ" نه مطلب دا دى چې دا دنيا د الله پاک په نظر کې د ماشي د وَزر اومره قدر هم نۀ لري........" امير صېب په دې مسئله ښۀ په تفصيل سره بحث وکړو اؤ د قران مجيد د مختلفو اياتونو، د مبارکو حديثونو اؤ د علماؤ د لويو لويو کتابونو په حوالو ئې دا ثابته کړه چې د قران پاک په ختم پېسې اخيستل اؤ ورکول حرام دي.

عبدالله دا ټول تقرير په غور سره اورېدلو. دوه درې ځل ئې د جېب نه د سلو روپو هغه نوټ راواخيستلو چې د وظيفې راټولولو په وخت ورته د کلي يوې ښځې په ختم کې ورکړى ؤ. د تقرير په اخر کې هغه پاڅېد، د جومات نه ووت اؤ د کلي په مينځ کې د يؤ ښۀ ساعت د مزل کولو نه وروسته هماغه کور ته ورغى چې دوه ساعته د مخه پکې ختم شوى ؤ اؤ عبدالله ته پکې هم سل روپۍ ورکړل شوې وې. د خپل عادت تر مخه د کور په دروازه بې له کومې اجازې ورننوت. د کور يواځينۍ ښځه همدغه وخت د اودس لپاره کښېناستلې وه اؤ په داسې حالت کې نۀ وه چې څوک دې خوا ته ورشي خو عبدالله نېغ ورغى. هغې د عبدالله په ليدلو زر ځان راټول کړو اؤ د ډېرې غوسې نه تکه سره شوه. زړۀ ئې وغوښتل چې عبدالله ته يوه کلکه څپېړه ورکړي خو د صبر نه ئې کار واخيستلو اؤ ښۀ په قهر ئې وويل: "څۀ مرګ غواړې چڼيه! چې بيا راغلې؟ بيا دې امير صېب په ډوډۍ نۀ دى موړ شوى؟". عبدالله بې د څۀ ويلو په موټي کې نيولى د سلو روپو نوټ وروړاندې کړو اؤ په خورا معصومانه انداز ئې وويل: "دا واله".

ښځه پوه شوه چې دا هماغه نوټ دى کوم چې ئې په ختم کې ورکړى ؤ نو نوره هم غوسه ورغله. خو چې د عبدالله په معصوم اؤ لمر سُور کړي مخ ئې سترګې ښخې شوې نو داسې ورته محسوس شوه لکه د عبدالله په جامو کې چې د هغې مړ شوى ځوي ورننوتلى وي اؤ مخې ته ئې ولاړ وي. د هغې يواځينى ځوي د عبدالله په عمر کې د يوې خطرناکې ناروغۍ له امله مړ شوى ؤ. هغې ته د خپل مړ شوي ځوي دا عادت هم راياد شو چې کله به ئې روپۍ ورکړې اؤ هغه به بيا په څۀ خبره خفه شو نو روپۍ به ئې بېرته راوړې اؤ ور وبه ئې ويشتلې. خو عبدالله د هغې روپۍ په لاس کې نيولې وې اؤ لاس ئې د هغې په لور اوږد کړى نيولى ؤ. د ځوي رايادېدو سره د هغې سترګې د اوښکو نه ډکې شوې خو زر ئې بېرته وچې کړې، په ډېره مينه ئې د عبدالله په سر لاس راښکو اؤ په حيرانتيا سره ئې ورته وويل: "ولې!!!!! ولې ئې ناخلې هو؟".

"امير صېب وَئي چې دا حرامې دي". عبدالله ځواب ورکړ.

ښځه نوره هم حېرانه شوه اؤ د چيغې په انداز ئې وويل: "حرامې دي......!!!!!". همدغه وخت يوه ګاونډۍ ښځه راغله اؤ په دروازه د راننوتلو سره ئې نارې جوړې کړې: "بي بي جانې..... يه بي بي جانې!! مونځ دې وکو کۀ نا؟".

"مونځ مې خاورې وکو، تۀ راشه د دې چڼي خبرې خو لږې واوره" بي بي جانې ځواب ورکړ.

ګاونډۍ ښځه اوس کور ته پوره راننوتلې وه. هغه يؤ ځل عبدالله ته مُسکۍ شوه اؤ بيا ئې د بي بي جانې نه پوښتنه وکړه چې چڼى څۀ وائي. بي بي جانې په ځواب کې ورته وويل: "سار مې ختم کؤ نو دا هم راغى. يؤ څو اياتونه ئې راسره وويل، چې تو (تلو) نو سل روپۍ مې ورکړې. اوس ئې راپسې واپس راوړې دي وَئي چې دا حرامې دي".

"وئ مورې مړه مې کې....!" هغې دواړه لاسونه سينې له يوړل اؤ د عبدالله په لاس کې د سلو روپو نوټ ته ئې هم په غور غور وکتل.

"زۀ نۀ وَيم..... امير صېب وئي چې حرامې دي". عبدالله ګاونډۍ ښځې ته وضاحت وکړو.

"څۀ وَئي چې ولې حرامې دي؟ مونږ د چا نه غلا کړې ده يام سوال کړى دى؟؟" بي بي جانې په عبدالله سترګې راوويستلې خو هغه زر په خندا شو لکه چې وائي {تۀ دومره غټه ښځه ئې اؤ په دې خبره هم نۀ پوهېږې} اؤ په هماغه خندا کې ئې ورته وويل: "نا... دسې وئي چې په ختم پېسې اخيستل حرام دي" دواړو ښځو د دې خبرې په اورېدو يؤ "وئ" وکړو اؤ په خپلو خپلو خُلو ئې لاسونه کېښودل.

"دې شي ته اوګوره اؤ دې خبرو ته ئې اوګوره!" ګاونډۍ ښځې بي بي جانې ته وويل "تۀ به وَى چې چرته لوئي مولئي صېب دى اؤ منارضې ئې کړې دي".

"خلک د ثواب دپاره ختم کئ اؤ د ثواب دپاره خېرات هم ورکئ نو پدې کې حرام څۀ دي؟" بي بي جانې دا ځل د عبدالله په ځاى د ګاونډۍ ښځې نه پوښتنه وکړه.

"اى خورې!" ګاونډۍ ښځې د يؤ سوړ اسويلي سره وويل " نوي نوي مُلايان راووتل اؤ نوي نوي دينونه اؤ مسئلې ئې راپيدا کړې. اغه ورځ د رشيدې پلار هم ويل چې مولئي صېب وئي چې ختم کول اؤ خېرات اؤ سخات کول ګناه ده. ويل ئې چې استاذ د بر کلي د مُلا سره په دې منارضه هم وکړه".

د بي بي جانې لمونځ کولو ته تادي وه اؤ دا خبرې پرې څۀ بدې غوندې هم لګېدلې نو د ځان خلاصولو لپاره ئې عبدالله ته په خوَږه پسته ژبه وويل: "تۀ خو ماشوم ئې ځويه!... کۀ استاذ وئي چې حرامې دي نو هغۀ له ئې مۀ ورکوه، ځانله پرې څۀ شى واخله.... ښه... اوګوره دا جامې دې څومره خيرنې شوې دي؟.... دا هم بيا راوړه چې درله وې وينځم ښه..... هله زما بچى دى!!!".

"دا واله هو، زې نالم" عبدالله د هغې د خبرې په ځواب کې د سلو روپو نوټ لږ نور وروړاندې کړو.

"واله کنه، مولئي صېب له ئې مۀ ورکوه..... ځانله به پې څپلۍ يا بل څۀ والې" ګاونډۍ ښځې ورته وويل.

"نا...، زۀ بيا ګنانګارېږم" دې سره هغۀ د سلو نوټ بېخي د بي بي جانې په لاس کې ورکېښود اؤ بيا په منډه د کور نه ووت. دواړو ښځو ورپسې نارې ووهلې خو هغۀ شاته ونۀ کتل اؤ تر جوماته ئې ځان په منډه ورسولو.

عبدالله چې جُومات ته ورسېدلو نو د جُمعې لمونځ شوى ؤ اؤ ډلې ډلې خلک د جومات نه بهر وتل. عبدالله په دې فکرمند شو چې د جَمعې لمونځ ترېنه لاړ خو په دې نيم نيم غټېدو چې حرامې پېسې ئې بېرته هغې ښځې ته ورسولې. زړۀ زړۀ کې ئې کرل رېبل چې کۀ امير صېب د دې خبرې نه خبر شو نو څومره به خوشحال شي.

عبدالله نېغ د طالبانو کوټې ته ننوتلو. کوټه کې دوؤ طالبانو په درې لوښو کې بېل بېل اينګلى (کتغ) په سټوپ تودولو. يؤ لوښي کې يواځې غوښه وه اؤ نورو دوؤ لوښو کې ډول ډول سبزيانې، دال اؤ غوښې ګډوډ وو. عبدالله چې په کوم څادر کې وظيفه د کورونو نه راغونډه کړې وه هماغه ئې لکه د دسترخوان خور کړو، ډوډۍ ئې پرې يؤ اؤ بل طرفته خورې کړې اؤ د راټولو کړو ډوډيو نه ئې پينځه سپينې اؤ پستې ډوډۍ په يؤ بېل پاک څادر کې تاؤ کړې. نورو دوؤ طالبانو چې ټول لوښي تاؤدۀ کړل نو يؤ لوښى ئې د دسترخوان يؤ اؤ بل ئې بل سر ته کېښود اؤ د غوښې کاسه ئې د بېلو شويو ډوډيو سره بېله کېښوده. بيا يؤ طالب په جومات کې ټولو طالبانو ته غږ وکړ چې ډوډۍ تياره ده. په يوه ثانيه کې ټول طالبان د دسترخوان نه ګېرچاپېره کښېناستل. ټولو بسم الله ويله اؤ ډوډۍ ته ئې کتل خو د خوړلو جرائت هيچا هم نۀ کولو. تر څو چې امير صېب اؤ قاري صېب هم کوټې ته راننوتل اؤ د نورو طالبانو نه يؤ قدم په ډډه پروت کټ کې کښېناستل. يؤ طالب د غوښې کاسه اؤ په څادر کې بېلې کړې ډوډۍ د کټ مخې ته وړوکي غوندې خيرن مېز باندې کېښودې اؤ چې څنګه امير صېب اؤ قاري صېب په ډوډۍ خوړلو باندې پېل وکړ نو نورو طالبانو هم خوراک شروع کړو.

"بِدَعْتيان خو نن ښۀ غُوسه وو...!" قاري صېب ډوډۍ نه د بس کولو سره سم امير صېب ته په مفغنه عربۍ کې وويل. ورسره ئې داسې کږه غوندې سترګه هم ووهله.

"پرېږده چې پته ئې ولګي" امير صېب ورته په پښتو کې د فاتحانه موسکا سره وويل.

"اَ يؤ جُوماتى خو ډېر ګرم ؤ. ويل چې د جُومې تقرير کې دا خبرې کول څۀ دليل لري" قاري صېب هم پښتو کې خبرې پېل کړې.

"وائي به.....! چې د جُومې تقرير کې ونۀ کُو نو چرته بَى کوو؟" امير صېب دا خبره په داسې انداز کې وکړه لکه وائي چې {زۀ د هيچا نه نۀ ډارېږم}.

طالبانو هم ډوډۍ بس کړه. عبدالله کاسې يؤ طرفته کړې اؤ د ډوډيو څادر ئې د دواړو طرفونو نه داسې راټول کړو چې پاتې شونې ډوډۍ پکې راپنډ شانې شوې. يؤ طالب هغه د کوټې نه بهر يؤ ګوټ ته د نورو ډوډيو سره د اوچېدلو لپاره واړولې.

قاري صېب، چې د ډوډيو دې پنډ ته ئې خواږۀ خواږۀ کتل، امير صېب ته وويل: "چڼي خو نن بالکل پوره ډوډۍ راوړې وې".

"پرون دې وران وران والى (وهلى) ؤ. خېر دى ماشوم دى لږه اوسله کوه". امير صېب ځواب ورکړ. په خبرو خبرو کې ئې د سر نه سپين رومال هم لرې کړو اؤ د کړکۍ په سر يؤ مېخ ته ئې واچولو