زما د میني د اظهار چه تاته پته لګي
په ما به خوري وي انبارچه تاته پته لګي
ستا د یاري آرمان به زه یمه وژلي یاره
ستا په یارانو کښ د یار چه تاته پته لګي
مابه آغوښتي وي د خورو څادر خوري به یم
د خپل پردي آو د آغیار چه تاته پته لګي
د ځواني باغ به مي خزان وي رژولي یاره
د سرو ګلونو د ګلزار چه تاته پته لګي
ماته چه پته لګیده د ځواني وار مي تیر وو
تیر به وي ستا د حسن وار چه تاته پته لګي
ستا ستمونو به اشنا یم بي ګناه وژلي
د بيګناه آو ګنهګار چه تاته پته لګي
زه امدادخیال به صرف پاتي کتابونو کښ یم
زما د څلي د مزار چه تاته پته لګي
Njan
Bookmarks